۹ برخه
د خدای پادشاهي کله راځي؟
اوسني ستونزې ښکاره کوي چې د خدای پادشاهي ژر تر ژره راتلونکې ده. لوقا ۲۱:۱۰، ۱۱؛ دوېم تیموتیوس ۳:۱-۵
د خدای په کلام کې دمخه لیکل شوي دي، چې په آخرو ورځو کې بد وختونه راځي. هفه وخت خلک به: د پیسو سره ډېره مینه لري، هم سخت، هم ظالم او هم بداخلاقه وي.
په ټوله نړۍ کې هم قوم به د قوم سره او پادشاهي به د پادشاهۍ سره جنګېږي، لوی لوی زلزلې به وشي، په ډېرو ځایونو کې به قحطۍ او سخته ناروغي راځي. دا ټول سختۍ مونږ اوس وینو.
عیسیٰ وویل چې په همدغه وخت کې به په ټوله نړۍ کې د پادشاهۍ زېری وعظ کېږي (متی ۲۴:۱۴).
دوېم پطروس ۳:۱۳
د خدای پادشاهي به ټوله بدی لرې کړي.هغه وخت نژدې دی چې خدای یَهّوه به ټول بد خلک له منځه وړي.
شیطان ته، د بدو پرښتو سره، به سزا رسېږي.
هغه خلک چې خدای ته غوږ نیسي، به ژوندي پاتې شي. هېڅوک به وېره ونه لري. ټوله ځمکه به جنت وي. ټول خلک به یو د بل سره مینه او باور لري.