۸ برخه
د عیسیٰ مسیح قرباني څه ګټه لري؟
عیسیٰ خپل ژوند د لاسه ورکړ، چې مونږ د تل دپاره ژوند کولای شو. یوحنا ۳:۱۶
د عیسیٰ د مرګ نه وروسته درې ورځې تېرې شوې. څو ښځې د ده قبر ته ولاړې خو قبر تش وُ. یَهّوه خدای عیسیٰ مسیح بېرته ژوندی کړی وُ.
وروسته عیسیٰ مسیح خپلو ملګرو ته څو ځله ښکاره شوُ.
خدای یَهّوه په روحي ډول عیسیٰ بېرته ژوندی کړ، ده ته لوی قدرت ورکړ او دی نور هېڅکله مړ کېدای نه شي.
لوقا ۱:۳۳
خدای عیسیٰ بیا ژوندی کړ چې د آسمان څخه پادشاهي وکړي.عیسیٰ خپل ژوند قرباني کړ چې مونږ د ګناه او مرګ څخه آزاد کړي. داسې د تل ژوندون امکان پیدا شوُ (متی ۲۰:۲۸).
خدای عیسیٰ مسیح خوښ کړ چې د آسمان څخه په ټولې ځمکې باندې پادشاهي وکړي. خدای ۱۴۴۰۰۰ وفادار کسان هم د ځمکې څخه خوښ کړل چې د مرګ نه وروسته په آسمان کې د عیسیٰ مسیح سره یوځای حکومت وکړي. دغه آسماني پادشاهي «د خدای پادشاهي» بلل کېږي (مُکاشفه ۱۴:۱-۳).
د خدای پادشاهي به په ټولې ځمکې باندې ښایسته جنت جوړ کړي. هلته به نه لوږه، نه غریبی، نه ظلم او نه جنګ وي. خلک به ډېر نېکمرغه وي (زبور ۱۴۵:۱۶).